انصار: ( د وری 13مه)، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې په افغانستان کې وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۵۴۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
اوچا په یو راپور کې لیکلي چې تر ټولو زیات زیان فاریاب، ننګرهار او دایکندي ولایتونو ته اوښتی دی.
د دې د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو له امله د هېواد په ۷ ولايتونو کې شپږ پلونه او ٤٥٠ کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دا درېیم ځل دی چې د افغانستان په شمالي سیمو کې سیلابونه راځي.
د اوچا د راپور له مخې، په ننګرهار، دايکنډي او پروان ولايتونو کې د سېلابونو له امله اووه تنه مړه شوي او تر ٣٥٠ زيات څاروي هم له تلف شوي دي.
بلخوا د سرپرست حکومت چارواکو ويلي چې په تېر کال کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱۲۹ تنه مړه او ۹۴۱ نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې د ژمي په وروستيو مياشتو کې د هېواد يو شمېر ولايتونه د سخت واورین او باراني اورښت شاهد وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30878